سرچینې: له دوو اونیو شدیدو جګړو وروسته مارجه نومې ولسوالۍ هم سقوط شوه

کابل ټکی کام ۱۶عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
ځينو افغان رسنیو خبر ورکړی دی چې د هلمند ولایت مارجه نومې ولسوالۍ له دوو اونیو سختو جګړو وروسته د افغان ځواکونو له لاسه ووته او د طالبانو لاسته ورغله.
همدا راز د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ورکوي چې پرون د یاد ولایت د یادې ولسوالۍ د تاریخ ناور ماموریت د دوی د جنګیالیو لاسته لوېدلی دی، او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
او نور یې د تلفاتو په لیدلو سره تښتېدلي دي، چې ترې پاتې ټولې سیمې، ۴ رېنجر موټر او یو شمېر نور نظامي مهمات د دوی جنګیالیو ته لاسته ورغلي دي.
خو لا تر دې مهاله طالبانو د ولسوالۍ د نیولو خبر نه دی ورکړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close