سرچینې: په فراه کې لسګونه امنیتي منسوبین وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)

ناتائید شوي راپورونه وایي،  چې له تیرې شپې راهیسې د فراه ولایت په مختلفو سیمو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په فراه ولایت کې د طالبانو په برید کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي.
په جنوب غرب حوزه کې آزاد خبریال عبدالعزیز صفدري پر خپله ټویټر پاڼه د چارواکو له قوله لیکلي، د فراه ولایت په څلورو استقامتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ۵۷ سرتیري وژل شوي.
د یاد ولایت ولایتي شورا بیا رسماً د ۲۰ سرتیرو وژل کیدل مني.
طالبان هم وایی چې د یاد ولایت په پشترود، پشتکوه، بالابلوک او د فراه ښار شمالګاه سیمو کې یې څو پوستې نیولې او ۲۰ امنیتي منسوبی یې وژلي.

طالبان دغه راز  د ګڼو مهماتو د نیولو سربیره د ۴ تنو عسکر د نیول کیدو پخلی هم کوي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ځینې راپورونه خپاره شول چې په کې امنیتي سرتیرو د یوه طالب جسد په اور سوځولی او دوی ورسره یادګاري انځورونه اخیستل، یادې موضوع په رسنیو کې توند غبرګونونه راوپارول

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close