سرچینې: ښايي د سولې عالي شورا او ولایتي دفترونه یې لغوه اعلان شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)

دولتي سرچینې وایي، چې امریکایي چارواکو پتییلې چې د سولې عالی شورا په نوم بنسټ چې په هیواد کې د سولییزو هڅو په نوم جوړه شوې څانګه ده، لغوه اعلان کړي.
دغه شورا چې لسګونه غړي لري او په میاشتنۍ توګه یې هر فرد تر سلوزرو ډیرې افغانۍ تنخواوې لري، اوس ورته د یوه بې ګټې نهاد په توګه کتل کیږي او ښایي د زلمي خلیلزاد له لوري ورته د پای ټکی کیښوودل شي.
سپوږمۍ رادیو د دولتي سرچینو په حواله ویلي چې، حکومت هڅه کوي د سولې خبرو اترو لپاره نوی دولس کسيز بورډ جوړ او خپل فعاليت  په رسمي توګه پيل کړي.
سرچینو دغه راز ویلي چې په همدې هکله زلمي خلیلزاد تیره ورځ په قطر کې له طالب استازو سره کتلي او دواړو لورو د سولې لپاره  پر یوه روښانه میکانیزم  خبرې کړې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close