سیف الاسلام قذافي د لیبیا ولسمشرۍ ته کاندید اعلان شو

د الجزیرة نه په مننې

 عزیر اسدخیل 

سره له دې جې اوسمهال د سیف الاسلام قذافي ځای ځایګی معلوم ندی او په اړه یې هیڅ ډول داسی معلومات نشته چې د ده ځای جوت کړي، خو د لیبیا د پخواني رژیم یوې پلوي میډیا مخکې له مخکې د سیف الاسلام قذافي د نږدي ملګرو لخوا هغه اعلان خپور کړی دی چې ښئ د معمر القذافي ځوی سیف الاسلام قذافي به د لیبیا راتلونکو ټولټاکنو لپاره ځان کاندید کړي.

سره له دی چې ټولټاکنې لا هم په نامعلوم حالت کي قرار لري، خو په یوه مطبوعاتي غونډه کی د سیف الاسلام قذافي د کاندیدا اعلان د راتلونکو ټولټاکنو لپاره ترسره شو چې یا به په خپل وخت سره ترسره شي او یا هر وخت چې د ملت په ګټه وي، په اوسني حالاتو کې د سیف الاسلام په اړه دا ډول په څرګنده اعلان کولو سره دا په ټینګه په ګوته کوي چې نوموړی لا هم ژوندی دی او په سختو شرایطو کی په کوم نامعلوم ځای کې ژوند کوی خو داسی معلومیږی چی ده سره اوس هم ملګري او مرستندویان شته چې نوموړی یې یو ځل بیا د لیبیا مشرتابه ته هڅولی دی او غواړي چې د قذافي پخوانی شین نظام یو ځل بیا په لیبیا کی راژوندی کړی هغه نظام چې د سیف الاسلام پلار نږدی څلور لسیزی د دغه حکومت په ګدۍ ناست و،

سیف الاسلام قذافي د هغه د پلار د حکومت تر نسکوریدا وروسته ونیول شو او وروسته د لیبیا محکمې ته حاضر کړای شو چې د محکمې لخوا نوموړی ته د اعدام فیصله  واورول شوه خو وروسته بیا په ناببره او خورا پټه توګه له زندانه خوشی کړای شو.

 او دلیل یې دا وړاندې کړای شو چې نوموړی د هغه قانون په اساس چې د ولسي جرګی له لوری عامه بخښنه اعلان شوه خوشی کړای شوی دی، خو اوس د سیف الاسلام قذافي ولسمشرۍ ته کاندیدا په داسی په سختو سیاسی حالاتو کی سر راپورته کوي چې لیبیا لا هم له سختو شرایطو سره لاس او ګریوان ده، او داسی هیڅ ډول کوم څرک نه معلومیږی چې په نږدی یا لري وختونو کی دی دغه هیواد یو ځل بیا د دایمي آرامي او سوکالۍ خواته لاړ شي، او هیڅ ډول داسی د پام وړ تغیرات به د لبیبا په اوسنۍ سیاسی نقشه کی ونه لیدل شي، ځکه چې پخوانی ائتلافونه سیاسی وو، او په تیرو اوو کلونو کې یی خورا تغیرات موندلي دی.

ویل کیږی چې د لبیبا د مسائلو د حل په اړه ډیری غونډي تر سره شوي دي خو دا وروستنۍ غونډې یو شمیر ځانګړي خصوصیتونه درلودل یو دا چې دا د لیبیا غونډه نه ګڼل کیږي او د لیبیا په کوم ښارکی هم نده ترسره شوی او بله دا چی سیف الاسلام قذافي هم په کی نه دی لیدل شوی، په داسی حال کی چی د لیبیا ټول سیاسی اړخونه که هغه سیمه ایز دی او که د ګاونډ په سطحه او یا په نړیواله سطحه او یا هم د ملګرو ملتو په سطحه دی ټول د لیبیا د قضیی د حل لپاره د لارو چارو په لټون بوخت دي څو یوې سیاسی هوکړې ته ورسیږي او یا د قانون په اساس له وخت نه مکې پارلماني ټولټاکني ترسره شي، څو دغه موجوده د ملوک الوائفۍ او ویشل شوی حکومت پري راغونډ کړای شي، چې له د تیرو څلورو کلونو راهیسی ویشل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close