سعودي حکومت د کعبې امام زندان ته ولېږه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲)

د راپورونو تر مخه د سعودي حکومت د مسجدالحرام امام دوکتور الشیخ صالح الطالب نیولی او سملاسي یې زندان ته اچولی.

د الجزیرة شبکې د راپور له مخې ، امام د سعودي حکومت پر وروستیو سیاستونو او اسلام ضده کړنو د نیوکو له امله نیول شوی.

د “خلیج ان لائن” ورځپاڼې هم د یاد خبرپخلی کړی او زیاتوی چې امام په خپله وینا کې په کنسرټونو ، دساعت تیري په جوړیدونکو محفلونو او د نامحرمه ښځو او سړیو په یوځای راټولیدو نیوکې کړې وې ، چې حکومت سملاسي نیولی دی.

د بندیانو د حقوقو یو مدافع سازمان پریزنر اف کنسائینس ویلي، امام صالح الطالب په یوه وینا کې پر هغه څه نیوکه کړې چې له اسلامي شعائرو سره مخالف دي ، چې له امله یې د زندان تورو تمبو ته استول شوی .

سعودي حکومت په دې تړاو رسماً څه نه دي ویلي، خو هغه ته منسوب ټول اکاونټونه یې تړلي.

د یادونې وړ ده چې سعودي په دې وروستیو کې زرګونه علماء او روحانیون چې د دې هیواد پر حکومت یې د اسلامي شعایرو د نه پلي کیدو له امله نیوکې کولې، بندیان کړي.

سعودي ولیعهد له لویدیځ سره ژمنه کړې چې په هیواد کې به افراطیت ته د پای ټکی ګدي او یو منځلاری اسلام (سیکولریزم) چې هر څه په سړه سینه وزغمي، رامنځته کوي.

په دې وروستیو کې سعودي کې ګڼ شمیر بدلونونه رامنځته شوي، چې له کوم ځانګړي ممانعت پرته د کنسرتونو تر سره کول، د نویو کلیساګانو د جوړښت پیل، ښځو ته د موټر چلولو او حجاب اغوستلو کې د خوښې آزادي ورکولو په ګډون ګڼ شمیر تحولات منځته راغلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close