سعودي د استانبول کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي پر وژل کېدو اعتراف وکړ

کابل.کام – د تلې ۲۸مه، ۱۳۹۷:

سعودي عربستان نن، د تلې په ۲۸مه، د شنبې په سهار، اعتراف وکړ چې سعودی خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د دې هېواد په کونسلګرۍ کې تر یوې شخړې وروسته وژل شوی دی.

د نیویارک ټایمز امریکايۍ ورځپاڼې د خبر له مخې، د سعودي عربستان سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، لومړني تحقیقات ښيي چې د اکتوبر په ۲مه په کونسلګرۍ کې دننه د خاشقجي او له ده سر د لیدونکو کسانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، چې په پایله کې یې جمال خاشقجي ووژل شو.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس «واس» د سعودي عربستان د سترې محکمې له خولې لیکلي چې د دې قضیې په تړاو ۱۸ کسان نیول شوي دي.

د سعودي دولتي رسنیو همداراز خبر ورکړی چې د محمد بن سلمان سلاکار سعود القحطاني، د استخباراتو یو مرستیال احمد العسیري او ځينې نور لوړپوړي چارواکي له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي.

سعودي رسنیو نه دي ویلي چې آيا د دې چارواکو ګوښه کېدل د خاشقجي له قضیې سره تړاو لري او که نه. د تیرې پنجشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ویلي و سعودي عربستان غواړي د خاشجقي د وژل کېدو پړه د العسیري پر سر واچوي او نوموړی د ده قاتل وبولي.

سعودي عربستان تر دې وړاندې د خاشقجي وژل رد کول او ټینګار یې کاوه چې نوموړی په استانبول کې د سعودي له کونسلګرۍ وتلی دی.

د سعودي حکومت منتقد ژورنالست جمال خاشقجي د اکتوبر په ۲مه، په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته ورک شو. ترکیې وویل چې نوموړی په کونسلګرۍکې دننه وژل شوی او دوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره غږیز او ویډیويي اسناد لري.

ترکي رسنیو همداراز د هغې ۱۵ کسیزې سعودي ډلې انځورونه هم خپاره کړل چې کونسلګرۍ ته د خاشقجي تر ننوتلو وړاندې هلته رسېدلي وو.

سعودي عربستان نه دي ویلي چې آیا د دې ۱۵ کسیزې ډلې کوم څوک نیول شوی او که نه. دې اعلامیې دا هم نه دي ویلي چې د خاشجقي له جسد سره څه شوي دي. ترکیه باور لري چې د نوموړي جسد ټوټه ټوټه کړل شوی دی.

جمال خاشقجي څوک و او ولې ورک کړای شو؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close