سعودي د کاناډا سفير وباسي او خپل سفير يې له هغه هېواده وربللې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۵)

د سعودي عربستان او کاناډا اړيکې وروسته له هغې خرابې شوې چې د کاناډا هېواد له سعودي وغوښتل چې په هغه هېواد کې يو شمير نيول شوي مدني فعالان دې ژر ترژره خوشې کړي.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت له لوري د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کاناډا له لوري په کورنيو چارو کې مداخله نه شي زغملی او په غبرګون کې يې د هغه هېواد سفير له خپلې خاورې وباسي.

دغه راز سعودي عربستان له کاناډا څخه خپل سفير ورغوښتی او د هغه هېواد سره يې سوداګريزې اړيکې ځنډولي دي.

په سعودي کې د کاناډا سفارت د تېرې جمعې په ورځ په خپل رسمي ټويټ کې وويل: “مونږ سعودي عربستان ته وايو چې نيول شوي فعالان دې په سمدستي توګه خوشې کړي”.

خو سعودي حکومت ويلي، چې په کورنيو چارو کې د نورو لاسوهنې ورته د منلو نه دي او د کاناډا د هېواد له سفير يې غوښتي چې په څلورويشت ساعته کې دغه هېواد پرېږدي.

سعودي حکومت څه موده مخکې د کاناډا د يوې سفارتکارې د کارکوونکې په ګډون د بشري حقونو څو تنه فعالان په دې تور نيولې چې ګواکې د دښمنو هېوادونو په مرسته ملي امنيت ته ګواښ پېښوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close