سعودي شهزاده محمد بن سلمان نن پاکستان ته ځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۷)

ټاکل شوې چې نن د شنبې په ورځ د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد پلازمينې اسلام اباد ته ولاړ شي.

پاکستاني رسنۍ ليکي، د سعودي شهزاده د ورتګ لپاره دوه لوکس پنځه ستوريز هوټلونه ريزرف شوي، ۳۵۰۰کوترې راغونډې کړل شوي، د اسلام اباد پر سړکونو رنګارنګ د هرکلي پيغامونه لګېدلي او دغه راز د ملکي هوايي چلند ادارو ته امر شوی چې د شهزاده د راتلو پر مهال خپلې الوتنې منظمې کړي.

امنیتي چارواکي وايي، پوليس، پوځ او د شاهي کورنۍ ځانګړي ځواکونه د شهزاده د ملمستيا ځای ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې چې شهزاده سلمان په پاکستان کې دوه ورځې تېرې کړي او پاکستان تمه لري چې سلمان د شل ميليارده ډالرو په ارزښت د پانګونې ځينې هوکړې لاسليک کړي.

په وروستيو کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان هڅې پيل کړي څو نور هېوادونه يې په پاکستان کې پانګونې وکړي او دغه راز د وال سټريټ جورنال لیکلي چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو اسلام اباد ته د ديرش ميليارده ډالرو په شاوخوا کې د پور او پانګونې لپاره ورکړي دي.

بايد وويل شي چې سعودي عربستان په ۲۰۱۴ميلادي کال کې هم پاکستان ته يو اعشاريه پنځه ميليارده ډالره پور ورکړی و.

ويل کېږي چې شهزاده سلمان له پاکستان وروسته هند ته هم سفر کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close