سعودي عربستان د عسیر په ښار راکټي بریدونه شوي.

 کابل ټکی کام :لړم ۲۱ مه، ۱۳۹۵ل ( بصیراحمد پاڅون )

د سعودي عربستان د عسیر ښار  یو تن چارواکي  محمد عبدالرحیم العاصي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  حوثي  یاغیانو  د یمن  نه  د عسیر ولایت  د ظهران په سیمه راکټي بریدونه کړي چې په پایله کې ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې راکټونه په دریو کورونو لګیدلي دي .

د ویلو ده چې  حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې  د یمن پولې ته نږدې  د سعودي عربستان په ښارونو راکټي بریدونو ته  زور ورکړی دی.

حوثي یاغیانو  د تیرې یکشنبې  او دوشنبې  په ورځو کې هم  په سعودي عربستان راکټي بریدونه کړي وو.

له دې وړاندې یې په مکه مرمه هم بلاستیک میزائیل تو غولی و خو د سعودي عربستان پوځ له مکې مکرمې شپیته کیلو متره لرې خنثی کړی و.

د یمن حوثیانو دې برید په اسلامي نړۍ کې د حوثیانو پر خلاف پراخ غبرګونونه را پارولي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close