”سعودي عربستان یمن کې له القاعده سره یو شمېر تړونونه کړي“

یو مشهور امریکایي خبري اژانس وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلاف په یمن کې له القاعدة تنظیم سره پټ تړونونه ترسره کړي، او هغه بریالیتوبونه چې د اېتلاف لخوا اعلان شوي له ډز کولو پرته ترلاسه شوي دي.

د امریکا اسوشیېټد پریس آژانس په دې اړه یو لړ تفصیلات ترلاسه کړي چې دا په ډاګه کوي چې د سعودي په مشرۍ عربي اېتلاف په یمن کې د القاعدة تنظیم ته د دې لپاره چې د دوی سرتیري له ځینو سیمو څخه وباسي مالي مرستې ورکوي.

د یمن امنیتي قومندانانو، قبایلي مشرانو، منځګړو او د القاعدة پخوانیو غړو د دې تفصیلاتو تصدیق کړی دی.

د آژانس دغه تحقیق دې ته اشاره کړې چې دغه تړون د قبایلي مشرانو په واسطه ترسره شوی، او فیصله شوې چې د القاعدة جنګیالي به له هغو سیمو پر شا کېږي چې د دوی په ولکه کې دي. د دې سیمو له جملې یې د المکلا او أبین سیمې هم دي.

القاعدة جنګیالي له دغو سیمو له خپلو زیات شمېر وسلو او جنګي آلاتو سره یو ځای، چې قیمت یې نږدې دوه ملیونو ډالرو ته رسېږي، وتلي دي. له سیمو د وتلو پر مهال د امریکا لخوا پرې هیڅ ډول برید نه دی شوی.

اسوشېیټد پریس وایي: په داسې حال کې چې امریکایان په سیمه کې د هر څه په اړه آن تر مونږ زیات معلومات لري او د هر څه په هکله خبر دي او د دې تړون په اړه پوه دي، نو دا په شا کېدل د تړون لومړی قدم و. دا فیصله هم شوې چې د القاعدة تنظیم جنګیالي به د سرتېرو په څېر استخداميږي، او د اماراتو له امنیتي ځواکونو سره به یو ځای کېږي. تر اوسه دوه نیم سوه وسله وال یواځې په أبین سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

یمني چارواکو همدارنګه معلومات ترلاسه کړي چې نږدې له پنځوسو تر اویاوو پورې د القاعدة تنظیم وسله وال جنګیالي به د اماراتیانو له هرو زرو سرتیرو سره ضم کېږي، په مختلفو جبهاتو کې به یا عملا د خپلو یمني مسلمانو وروڼو سره په جنګونو کې برخه اخلي او یا به هغو ځایونو ته وسلې رسوي چې نور ځواکونه یې نشي رسولای.

د اسوشیېټد پریس تحقیق همدارنګه هغو یمني قومندانانو ته د اماراتو مرستو هم اشاره کړې چې د امریکا د متحده ایالاتو د ترهګرو په تور لیست کې شامل دي.

امریکایی شنونکو نظر ورکړی چې د یمن د کورني جنګ په اړه تر تحقیق وروسته دا ثابته شوې چې د امریکا او القاعدة تنظیم ګټې سره جلا دي، خو دا چې حوثیان د دواړو لوریو ګډ دښمن دی خو داسی نده چې د امریکا مرستې به القاعدة ته رسیږي.

پنټاګون د دغه تحقیق په اړه د یوه بریښنایی پیغام له لارې ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالاتو د روان کال له پیله تر اوسه پر القاعدة تنظیم نږدې یو سل او څلوېښت ځلې بریدونه کړي څو د دغه تنظمیم ځواک له پښو وغورځوي او ونشي کړای چې په سیمه کې د امریکا او د اېتلافیانو پر ضد یې د جنګونو پلان جوړ کړي.

یوه سعودي چارواکي رفیع بدوره ویلي چی د سعودي په مشرۍ دغه اېتلاف د ترهګرو او افراطیانو پر ضد خپلې جګړې ته ژمن دی.

خو بلخوا بیا اماراتي چارواکو په دې اړه هغه مهال چې آژانس ورڅخه د دې تحقیق په هکله سپیناوي وغوښت چوپه خوله پاتې شوي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچینه: الجزیره

ژباړن: عزیر اسدخېل

سرچینه
الجزیره

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close