سعودي ورځپاڼه: حماس او اسرایلو د دریم ګړي په منځګړتوب اوربند کړی

 

د الحیاة په نامه د سعودي مشهورې ورځپاڼې خبر ورکړی چې اسرایلي پوځیانو د فلسطین له حماس ډلې سره د یوه دریم ګړي بهرني هیواد په وساطت په غیر مستقیمه توګه د نه جګړې توافق کړی.
د ورځپاڼې د خبر ترمخه؛ حماس منلې چې اسرایلو ته به هغه کاغذ پرانونه نه استوي چې د اسرایلو کښتونه له یوې مخې سوځوي او په مقابل کې به یې یهودي عسکر د غزې پر وړاندې د څلورمې لویې جګړې تابیا نه نیسي.
حماس ویلي کړی چې د کاغذ پرانونو سلسله یې په دې شرط درولې چې اسرایل به د غزې محاصره ختموي او ګواښ یې کړی چې که غوښتنه یې ونه منل شوه، یوځل ببا به د اسرایلو پر کښتونو د بادي پرانونو بریدونه پیل کړي .
الحیاة ویلي، اسرایلو ته د حماس پیغام رسیدلی او هغوی ورته یوځل بیا خپل پخواني درۍ شرطونه تکرار کړي چې (د حماس ډلې بې وسلې کول، د دې ډلې له خوا د تونلونو درول او د اسرایلو د محدودو بندیانو خوشي کول ) دي.

د یادونې وړ ده چې اسرایلي رژیم تیره ورځ اعلان وکړ چې که حماس ورباندې د هوایي بادپرانونو بریدونه ونه دروي، حمله به پرې وکړي.
د صهیونستي رژیم د جنګ وزارت د معلوماتو ترمخه ، حماس ډلې د اور غورځونکو بادپرانونو په توسط چې د غزې له خاورې یې اسرایلو ته الوزوي یهودانو ته سلګونه زره ډالر تاوان اړولی.
دا کاغذپرانونه ۵ کیلومتره مزل وهي، له ځان سره کم اور لیږدوي او په کښتونو کې له لګیدلو سره سم اورونه رامنځته کوي

اسرایل وایي، تر اوسه داډول  ۱۲۰۰ ورته بالونونه ور لیږل شوي ۵۰۰ یې غورځولي او نورو بیا د ۲۰ کیلومتره مربع ځمکې  کښتونه سوځولي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close