سعودي پاکستان ته درې ميليارده ډالره پور ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲)

د پاکستان حکومت د لړم مياشتې په لومړۍ نيټه د سې شنبې په ورځ وويل چې سعودي عربستان ورته درې ميليارده ډالره پور ورکوي څو د دغه هېواد اقتصادي پياوړتيا کې مرسته وکړي.

همدارنګه سعودي عربستان له پاکستان څخه د درې ميليون ډالرو د پور په بيرته اخيستو کې هم وخت زيات کړی دی چې پخوا يې په يادو پيسو تيل ورکړي و.

د سعودي او پاکستان دغه موافقه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان سعودي ته تللی او هلته يې د (ډېووس په صحرا کې) په نوم غونډه کې ګډون کړی دی.

د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر اسد عمر تیره میاشت د پیسو د نړیوال صندوق نه د پور غوښتنه وکړه او عمران خان سعودي ته له سفر مخکې وويل چې پاکستان اقتصادي مرستو ته اړتيا لري او اوس مهال خپل پورونه نه شي خلاصولی.

ويل کېږي، دغه غونډه د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان له لوري په دې موخه جوړه شوې چې سعودي بهرنۍ سرمایه ګذاري وکړي.

خو په دغه غونډه کې ځینې ملکونو د امريکا مشهورو کمپنيواوبر، جي پي مورګن چيز ايي، بليک راک مشرانو، د ونړيوال بانک او ای اېم ايف مشرانو په ترکیې کې د سعودي خبریال د قتل له کبله ګډون نه دې کړی.

دغه راز جرمني ويلي، په سعودي د وسلو خرڅولو معاهده ختموي او د دغه هېواد د سيمنس کمپنۍ ويلي چې مشر يې د رياض په غونډه کې ګډون نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close