سعودي کې اور ۱۱ تنه وژلي، له ۲۰۰ ډېر ټپيان دي

کابل ټکی کام ۰۸سنبله/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

عربي رسنيو ليکلي دي، چې د سعودي عربستان په مشرقي ښار خوبار کې د تېلو د کارګرانو د هستوګنې په يوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی، چې له امله يې ټوله ودانۍ اور نيولې ده.

د سعودي چارواکي وايي، چې په دې اور کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي او له دوه سوو نور ډېر ټپيان دي.

د چارواکو په وينا د اور د وژلو لپاره د اوروژنې پر ټيمونو برسېره له څرخکو هم کار اخستل شوی دی.

د سعودي روغتيايي چارواکي وايي، د پېښې له ځايه يې ۲۱۹ ټپيان د درملنې لپاره روغتونونو ته وروړي دي، چې تر تداوۍ لاندې دي، خو په وينا يې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

چارواکو زياته کړې ده، چې له سوزېدلې ودانۍ سره په څنګ کې له ودانيو يې خلک ويستلي دي.

د اور لګېدو لامل تر دې دمه نه دی مالوم، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

ياده دې وي چې سوزېدلې ودانۍ د «ارامکو» کمپنۍ اړوند ده، چې د نړۍ د تېلو له سترو کمپنيو شمېرل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close