سعودي کې نور علماء نیول شوي دي

سعودي کې د تازه نیونو او د نظر بندیانو لپاره ځانګړي ټوېټر حساب “معتقلي الرأي” خبر ورکړی چې سعودي حکومت نور علماء نیولي دي، چې مشهوره څېره یې شيخ علي الغامدي یاد کړی دی.

د ټوېټر نوموړي حساب لیکلي چې د مسجد نبوي پخوانی مدرس او مشهور دیني عالم علي بن سعيد الغامدي او څو نور علماء د سعودي دولت د امنیت ادارې نیولی دی او د نوموړي شیخ عکس یې هم خپور کړی دی.


نوموړي حساب یوه ټوېټ کې لیکلي چې شیخ علي الغامدي، د هغه ورور او وکیل او پنځه نور علماء د هغه په کور کې د دولت د امنیت ادارې نیولي دي، دا په داسې حال کې چې نوموړی شیخ سخت ناروغ او د تنفس لپاره د اکسیجن ډبې کاروي.

دا نیونې داسې وخت کې رامنځته کیږي چې تقریبا اوونۍ مخکې سعودي حکومت مشهور شیخ او لیکوال سفر الحوالي هم د سختي ناروغي حالت کې ونیو او نامعلوم لور ته یې یووړ، شیخ سفر الحوالي هغه ته په منسوب کتاب (المسلمون والحضارة الغربیة) ونیول شو چې هغه کتاب کې یې واکمني کورنۍ ته نصيحتونه کړي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close