سعودۍ مېرمنو پر اكسلیټر پښې ټینګې کړې

بېګا نیمه شپه (24/6/2018) سعودۍ مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه او د ریاض په شمول د سعودي عربستان مختلفو ښارونو کې سعودۍ مېرمنو پر اکسلیټر پښې ټینګې کړې او د موټر چلولو حق یې ترلاسه کړ.

تېر کال (2017 سیپټمبر) کې سعودي پاچا سلیمان او د هغه ځای ناستي زوی محمد سعودۍ مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه او د اجازې د پلي کیدلو وخت تېره نیمه شپه پوره شو، او په دې نیمه شپه کې سعودۍ مېرمنو په اصطلاح له خپل حق نه استفاده او ګټه پورته کول پیل کړل.

ټوله نړۍ کې سعودي عربستان یواځنی هیواد و چې هلته ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه وه او ښځو حق نه لاره د ټرافیکو له ادارې د موټر چلولو لايسنس ترلاسه کړي. باید زیاته کړو چې د ښځو موټر چلولو ممانعت د سعودي د کوم قانون پر اساس نه و او نه په دې اړه هلته کوم ځانګړی قانوني ممانعت و.

بلکي د سعودي علماوو د ښځو موټر چلول ناروا بلل او بل د سعودي محافظه کارې ټولني تقالیدو او عنعناتو هم د دې کار اجازه نه ورکوله، که څه له دې مخکي د ځیني اړخونو له لوري مختلفو وختونو کې د ښځو موټر چلولو اجازې لپاره ناکامې هڅې شوې وې.

تېره شپه د سعودي مېرمنو موټر چلولو موضوع د عامه عربي رسنیو د سر ټکی و او په ځانګړې توګه د خواله رسنیو عربو کاروونکو ګرمه او توده موضوع وه، سیکولر فکره کاروونکو ټوکې ټکالې کولې او اسلامپالو هغو مسئلې کولې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close