سعودۍ نجلۍ د “شنه ماهي” لوبې تمثیل کې ځان وژنه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) مدینې منورې ته نږدې یوه کلي کې یوې ۱۳ کلني سعودۍ نجلۍ د “شنه ماهي” لوبې په تقلید ځان وژنه کړې ده، د سیمیېزو رسنیو له راپور سره دا دویمه ورته پېښه ده چې د سعودي عربستان هیواد کې د دې لوبې لامله رامنځته کیږي، څه موده مخکې یوه داسې پېښه د سعودي ابها ښار کې رامنځته شوې وه چې یوه دولس کلن هلک د دې لوبې لامله ځان وژنه کړې وه.

د شنه ماهي (Blue Whale) لوبه له خواله رسنیو سره تړلې د انټر نیټ په مټ تر سره کیږي، دا لوبه یوه روسي فیلیپ بوډیکین (Philipp Budeikin) جوړه کړې ده ، چې له کوچنیو مقابلو پیل کیږي لکه په ټکلي وخت کې ويښېدل ، د وېري فلمونه کتل، معلومه موسیقي اوریدل او په تېرو وسایلو په څرمن باندې د ماهي انځور جوړول او دا مقابلې آن تر انتحار او ځان وژني پورې رسیږي. هغه داسې چې د لوبې اداره کوونکی په پای کې له لوبه کوونکي نه وغواړي چې له لوړ ځایه ځان وغورځوه یا په چاړه ځان ووهه.

د طب ډاکټر ولید السرحان د دې لوبې په اړه وايي : دا خورا خطرناکه لوبه ده او په دې لوبه کې د پنځوسو ورځو مقابلې اخیر کې په ځان وژنه تمامیږي ، نوموړی زیاتوي دا لوبه د شنه ماهي په نوم ځکه نومول شوې ده چې دا ماهی بحري حیواناتو کې یواځنی هغه حیوان دی چې پخپله ځان وژني. ډاکټر سرحان وايي : دا لوبه د دې لپاره رامنځته شوې ده چې ټولنه کې بې ارزښته کسان ځان وژني ته وهڅول شي.

د دې لوبې لامله د لومړي ځل لپاره په کال 2015م د ځان وژنې پېښه رامنځته شوه او له هغه وروسته نړۍ کې ډېرې د ځان وژنې پېښې رامنځته شوې . که څه هم په نړیواله سطحه د دې لوبي لامله د ځا وژنو معلومه احصائیه نشته خو په ځیني هیوادونو کې د دې لوبې لامله ځان وژنې شوې دي لکه په تونس، بنګله ديش، برازيل، بلغاريا، هند، ایټالیه، روسيه، الجزائر، سعودي، فرنسه، المغرب او مصر.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close