ســـــوله کبــرجـــنه څـــه نخـــرې کـوي

محمدعابدلغـــــمانی—

ســـــوله کبــرجـــنه څـــه نخـــرې کـوي

ســـم قــوي ریـــبار ورپسـې ور دې شـي

 

دې کــړاو کــړاو او دې زخمي وخت کـې

څـــوک کــه درته وخــاندي دلبر دې شي

 

هســـې ورتــه ووایـــه ښایستـــه یې یار

سـم صحــیح ســړی وزیر اکــبر دې شي

 

ټول عمــر یې مونږ بانـــدې را ورانه کړه

پرې یې ږدې په خپلو کې لږ سر دې شي

 

مـــــه ډاریــــږه یــــاره دلتـــه امـــــن دی

خـیـــر دی لـــږ دمه شه مازیــګر دې شـي

 

هغه د اســـلام او د وطن ټیـکه دارانو ته

بیا مــــــــدرسه ورانه شوه خبر دې شي

 

چــــا چـــې حـــق خبـــره ورتـــه وکړله

سـم صحیح ســړی وي ترهــګر دې شي

 

څومـــره په سخـــتۍ بانـــدې یی وګټي

لنډه کې یې خلاصه کړي ولــور دې شي

 

څـــوک چــې د الله لـــقاء ته ځان رسئ

بــــس په  طالبـــانو کې عسکر دې شـي

 

نغـــــــــده اراده که د جنـــــــت لــــــري

بیانو فـــــــدایانو ســـــره ور  دې شــي

 

ځــــان که په هیواد کې محترم غـواړې

لاړ دې شي کابل کې لـــنډغر دې شـــي

 

عابـــــد بې وسه کس او دا یو څو ټکي

کاش چې اه زخمونو ته پرهردې شـــي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close