سلطان شهاب الدين غوري رح  ته

شاعر/ فاتح 

په شهامت دې تاريخونو ګواهي کړې ده

دغيرت غره په مېړانه دې شاهي کړې ده

سلګونه کاله پس له مرګه دې، دياد له ژبې

اورم چې څومره دې سرمسته زندګي کړې ده

دستا يادګار راته لاهور کې دافغان منار دی

اتله ! دا دې تاريخي قهرماني کړې ده

داسلاميت او افغانيت هسکې وياړلې  پګړۍ

تاته شالونو او تاجونو سلامي کړې ده

ځان به پرې مړ کړو خو تاريخ به دې ژوندی وساتو

ګرانه سالاره موږ دې کلکه پيروي کړې ده

سپېڅلی نوم به دې ژوندی ساتو دزړه نړۍ کې

دستا دمړو خاورو مو هم احترامي کړې ده

الله دې درکړي دفردوس جنت خوشاله ژوندون

مشره ! پيرزو دې پرموږ  ډېره خوشالي کړې ده

ای دافغان بچيه ! ځير شه دعبرت درس واخله

فاتح کېسه د زړه له درده د غوري کړې ده

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close