سلګۍ سلګۍ ژوند

خدایه! د چا ټپ او د چا وړې سلګۍ وژاړو

د چا له ظلم، او د چا په بې وسۍ وژاړو

چې مو وخکي ترڅو خلاصیږي د خندا لپاره

قطار کټونه، او چنار چنار ځوانۍ وژاړو

زړونه مو دومره نري شوي دي باور وکړئ چې،

تشه ټپه را یا دوو   د ملا لۍ  وژا ړو

ورځ په قیامت به ګواهي زمونږ د اوښکو ورکړې

چې له ماښامه تر سپیدو پورې سپوږمۍ وژاړو!

ډیره موده وشوه لیمې له اوښکو ډکې ګرځؤ

بس دی نو تاپسې مونږ څومره ازادۍ وژاړو!

“شفقه”! هیڅ مو دخندا شیبې ونه لیدلې

چې پاڼه پاڼه اړوو د زندګۍ وژاړو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close