سلیمانخېل: لرې نه ده چې پکتیکا هم د کندز تصویر خپل کړي

کابل ټکی کام۰۹عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د پکتیکا د ولایتي شورا رئیس ښاغلي افسر خان سلیمانخېل د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې د پکتیکا ولایت درې ولسوالۍ(وازیخوا، تروې او وړممۍ) د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دي، د سلیمانخېل له قوله کچیرې مرکزي دولت یې په اړه اقدام ونکړي نو لرې نه ده چې د پکتیکا ولایت هم د کندز تصویر خپل کړي.
سلیمانخېل وايي چې طالب جنګیالیو د وازیخوا ولسوالۍ هغه نهه کلي له پرون را هیسې نیولي دي، کوم چې د سربازانو او د محلي پولیسو د قومندانانو کورونه پکې دي.
د ده له قوله چې طالب جنګیالي یادو دریو ولسوالیو ته غزېدلې لاره تړلې ده، او په ماینونو باندې یې پوښلې ده، امنیتي ځواکونه د لارو د بندېدو له کبله نشي کولای چې خپلې وسلې او مهمات نورو لرو پرتو ولسوالیو ته انتقال کړي.
نوموړی له دولت څخه د ګیلې په شکل وايي چې د جمهور رئیس لمړی مرستیال جنرال دوستم د دولت ټولې جنګي الوتکې او خپله ټوله توجو د شمال په لورې اړولې ده.
د پکتیکا ولایت د والي له قوله چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د طالب جنګیالیو پر خلاف په پوره مېړانه مقاومت کوي، دی وايي چې هیڅ کله به هم پکتیکا د کندز تصویر خپل نکړي.
ځايي خلک په یادو دریو ولسوالیو کې جګړه تأییدوي او وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو مړي یې لیدلي دي.
جګړه په یادو ولسوالیو باندې سربېره په نورو سیمو کې هم په شدت سره روانه ده، خو په اړه یې پوره مالومات نشته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close