سمنګان: د طالبانو بريد کې شپاړلس اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۲)

د سمنګان امنيتي مسوولين وايي، تيره شپه طالبانو د دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې د محلي پوليو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې شپاړلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دره صوف ولسوال عبدالیقين احمدي وايي، طالبانو ته هم تلفات اوښتي خوپه اړه يې معلومات نه لري.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د يادې ولسوالۍ په مسعود سيمه کې يې د اربکيانو درې پوستې نيولي، چې په ترڅ کې يې د دوو قومندانانو (بابه مراد – عزت الله دوستم) په ګډون نه اربکيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، د جګړې په پايله کې يې له يادو پوستو څخه شپږ ميله وسلې، شپږ موټرسيکلونه او جنګي مهمات هم نيولي زياتوي چې په تو نښته کې يو تن طالب هم ټپي شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close