سمنګان: طالبانو په وروستیو دوو ورځو کې“څلویښت“کلي نیولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو په وروستیو دوو ورځو کې د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې لسګونه کلي تر خپل کنترول لاندې راوستلي او سیمیزې ملیشې یې ترې ایستلې دي.
خبر زیاتوي، طالبانو د تیرې پنجشنبې په ورځ د مقصود سیمې شاوخوا ۳۰ کلي او د «جمعې» په ورځ یې د دره صوف پایین ولسوالۍ په زیرکي سیمه کې شاوخوا لس کلي نیولي دي.
سیمیزې امنیتي سرچینې پیښه تائیدوي او زیاتوي، چې دا اقدام یې د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه کړی دی..
سیمیزو خلکو رسنیو ته ویلي، طالبانو په یاده سیمه کې په کابو یوه میاشت کې درۍ بریدونه وکړل چې ۳۲ سیمه ییز پولیس یې ووژل او ۳۴ نور یې ټپیان کړل.

د سمنګان ولایت امنیه قوماندان منیر رحیمي هم مني چې یادو سیمو سقوط کړی خو وایي چې دا اقدام یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د ځواکونو د ساتنې په موخه کړی دی.
هغه زیاتوي، د سقوط شویو سیمو زیاتره محلي پولیس د حضرت سلطان ولسوالۍ د بیک محمد قدوق ګاونډیو سیمو ته تښتیدلي دي.

نوموړی وایي، په پام کې لري چې سقوط شوې سیمې بیرته له طالبانو ونیسي او په همدې خاطر د حضرت سلطان سیمې ته تازه دمي ځواکونه هم رسیدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي،  د هیواد په کچه ۱۱ ولسوالۍ په بشپړ ډول او د ۱۹ نورو زیاتره برخې له طالبانو سره دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close