سهیل شاهین: که سیاسي دفتر رسمي ومنل شو؛مذاکرات به لا چټکتیا پیدا کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۳)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د سیاسي دفتر په سمیت پیژندل به یې د سولې خبرې لا ګړندۍ کړي.

شاهین ویلي، له امریکایانو سره یې په مذاکراتو کې دا خبر په جدیت مطرح کړی او تمه لري چې ژر به دا دفتر رسمي بڼه خپله کړي.
د طالبانو دفتر چې له ۲۰۱۳ کال راپه دې خوا فعالیت لري، لا یې قانوني او رسمي بڼه ده خپله کړې او د افغان حکومت د پرلپسې اعتراضونو له کبله د قطر دولت اجازه نه ورکوي څو طالبان دغه دفتر د خپل رسمي ادرس په توګه وکاروي.
باید وویل شي چې د طالب مشرتابه په لارښوونه نن د ملابرادر لخوا چې د شیخ هبةالله سیاسي مرستیال دی، د قطر سیاسي دفتر ته ۱۴ کسان ور وپیژندل شول چې په کې انس حقاني هم شامل وو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close