سوداګرۍ خونه: انتخاباتو کې د بندرونو تړلو له کبله سوداګرو ته شپږ لکه ډالره زیان اوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳۰)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، د انتخاباتو لپاره د بندرونو بندولو سوداګرو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.

د الکوزي په وينا، د انتخاباتو لپاره د پنځو ورځو لپاره د تورخم بندر د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې وه چې د سوداګرو نږدې (دوه سوه) په تازه ميوو بار موټرې بندې پاتې وې چې له کبله يې سلګونه ټنه انګور له منځه تللي دي.

الکوزی زياتوي، د لارو بندېدلو د تازه مېوو صادروونکو سوداګرو ته شپږ لکه ډالره زيان اړولی دی.

نوموړی وايي، دا مهال په هېواد کې د انګورو حاصلاتو د اخيستلو وخت دی خو د لارو بندېدلو سوداګر او باغ لرونکي زيانمن کړي دي.

د تيرې شنبې په ورځ په افغانستان کې پارلماني انتخابات و چې له کبله يې د څو ورځو لپاره د تورخم او خرلاڅۍ بندرونه د دواړو خواوو په خوښه تړل شوي و.

له بله پلوه د کندوز د سوداګرۍ خونې عامل مدير مسعود وحدت وايي، په دغه ولايت کې د الچین پل د ويجاړيدو له امله د پل دواړو غاړو ته په سوداګريزو توکو بار سلګونه موټر بند پاتې دي.

د مسعود په وينا، دا مهال ډیری سوداګر خپل مالونه د دشت ارچي له لارې انتقالوي چې ډيره اوږده او نا امنه هم ده زياتوي که د الچین پل ژر تر ژره ونه رغول شي د شيرخان بندر سوداګريز فعاليتونه به له خنډ سره مخ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close