سوداګرۍ خونه: حکومت دې ستر قراردادونه کورني خصوصي سکتور ته ورکړي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)

د افغانستان سوداګرۍ خونې پر حکومت غږ کړی چې باید د لویو قراردادونو چارې دې د بهرنیانو پر ځای کورنیو خصوصي شرکتونو ته ور وسپاري.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي دا خبرې په یوه خبري غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه، د ټاپي پروژه چې هیواد ته له اقتصادي پلوه زیات ارزښت لري، باید چارې یې کورني خصوصي سکتور ته وروسپارل شي، ځکه چې د ده په وینا اوسمهال په کور دننه زیات شرکتونه شته چې د معیار او فعالیت له مخې بې نظیره دي.

الکوزي وویل، نړیوالې ټولنې هغه مرستې چې له افغانانو سره یې کړې وې د خپلو شرکتونو په مټ بیرته ورټولې کړې او پر حکومت یې ژغ وکړ چې د خپلو خلکو پیسې دې له نورو سره نه شریکوي.

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې ولسمشر او میرمنې یې هڅې پیل کړې، څو د ځینو رغنیزو چارو قراردادونه د رولاغني لبناني خپلوانو او د کانونو د سپړلو قرادادونه امریکایانو ته وروسپاري.

الکوزي وویل،موږدخدماتوبرابرولو،ترانسپورټ،ساختماني او ټولو برخو کې پوره خلک لرو چې په مستقله توګه خپلې چارې مخته وړلای شي.
په همدې حال کې د ټاپي پروژې رئیس عبدالرحمن مجاهد وایي، د یادې پروژې ۹۶ سلنه چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې  چې تر راتلونکي یوه کال پورې د پایپ لاین د تیرولو کارونه هم پیل شي.
د نوموړي په وینا دیادې پروژې په پیل سره به ۱۵ زره افغانانو ته د کارموندنې زمینه برابره شي.
د ټاپي پروژې مشر وایي، د یادې پروژې په مخ کې امنیت هیڅ خنډ نه دی او یواځې کورني او بهرني ځینې مشکلات په مخ کې لري ، چې نوموړي یې سپیناوی ونه کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close