سوداګرۍ خونه: د افغانستان- پاکستان سوداګريزو اړيکو کې ښه والی راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) د افغانستنا د سوداګرۍ خونې وياند صيام الدين پسرلی وايي، د تير کال په پرتله سږ کال د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګريزو اړيکو کې ښه والی راغلی دی.

د پسرلي په خبره، په تېر ۲۰۱۷م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه اته سوه ميلیونه ډالرو ته ښکته شوې وه خو سږ د کال تر پايه ښايي دغه کچه يونيم ميليارد ډالرو ته لوړه شي.

پسرلی زياتوي، که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې نه کړي هغه هېواد سره به په سوداګريزه راکړه ورکړه کې نور هم زياتوالی راشي.

په ۲۰۱۱م کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه نيم ميليارده ډالرو ته رسېدلې وه خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي تاوتريخوالي له راپيدا کېدو وروسته د سوداګرې په راکړه ورکړه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close