سوداګرۍ خونه: د تورخم بندر له لارې صادرات او واردات بند شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) د افغانستان د سوداګرو او صنايعو خونه وايي، د تورخم ګمرک کارکوونکو له تېرو څو ورځو راهيسې کاري اعتصاب کړی چې له کبله يې دواړو غاړو ته صادرات او واردات بند شوي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، د تورخم بند په تړلو سره هره ورځ سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اوړي.

نوموړی وايي، نا امني او د ګمرک کارکوونکو ته ګواښونه د دې لامل شوي چې دوی کاري اعتصاب پيل کړي.

د سوداګرو خونې د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ د تورخم بندر دواړو غاړو ته تر پنځلس سوه پورې سوداګريز بار موټر تګ راتګ کوي زياتوي چې حکومت بايد د تورخم ګمرک د کارکوونکو امنيت خوندي کړي او د هغوی ستونزې حل کړي.

وړمه ورځ د تورخم ګمرک کارکوونکو ادعا وکړه چې په تېره يوه مياشت کې يې د جلال اباد-  تورخم پر لويه لاره څلور تنه کارمندان تښتول شوي چې يو تن يې د پيسو په بدل کې خوشې شوی او پاتې نور لا هم لادرکه دي.

تر دې وړاندې هم د تورخم جلال اباد لويې لارې په ګډون د هېواد د لويو لارو پرسر صرافانو او سوداګرو ته ستونزې جوړې شوي چې د هغوی په وينا په ډيرو کې يې حکومتي چارواکي او نظامي کسان ښکېل دي.

په تېره مئ مياشت کې په ټولنيزو رسنيو کې يو داسې ويډيو خپره شوه چې د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکو د ملي اردو درې رينجر موټر ودرولي او هغوی ته توندې خبرې کوي چې په وينا يې د يادې سيمې له صرافانو يې د (مارکو بازار ته څېرمه د سپين پله) سره نږدې له يوه صراف څخه پنځه اويا زره ډالر، يوولس لکه ريال او پنځه مبايلونه اخيستی او نور يې سيمه خوشې کړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close