سوداګرۍ خونه: د جنبشيانو لاريونونو سوداګرو ته لکونه ډالره زيان اړولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، له کومې ورځې چې په شمالي ولايتونو کې د جنشب ګوند پلويانو لاريونونه او اعتراضونه پيل شوي له کبله يې سوداګرو ته لکونه ډالره زيان اوښتی دی.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، دا مهال د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په اقينې بندر کې په مالونو بار سلګونه لارۍ او موټرې ولاړې دي چې له کبله يې هره ورځ افغان سوداګرو له دوه لکه تر درې لکو پورې زيان ګالي.

د الکوزي په خبره، دغه مالونه چې په بندر کې ولاړ وي، وخت پرې اوړي او د ودرېېدو پيسې ترې اخيستل کېږي، له هغو هېوادونو سره چې تړونونه شوي تجارت له ګواښ سره مخ کېږي، ځکه هغوی وايي خپل مالونه مو يوسۍ خو دلته د لارو د خرابوالي له کبله نه وړل کېږي، زياتوي که وضعيت همداسې وي ښايي اقينې بندر له سقوط سره مخ شي.

نوموړي څو ورځې مخکې هم ويلي و چې په يادو بار موټرو کې داسې مالونه شته چې ښايي د ګرمۍ له کبله اور واخلي او يا هم د وخت په تېردېدو خپل کيفيت له لاسه ورکړي.

د اقينې بندر لاره په فارياب، سرپل او جوزجان کې د جنبش ګوند پلويانو د قيصاري د خوشې کېدو او هېواد ته د دوستم د بيرته راګرځېدو په غبرګون کې تړلې ده.

دغه راز جنبشيانو د ياد سوداګريز بندر سربيره د شيرخان بندر، حيرتان بندر لارې لارې او په شمالي ولايتونو کې د انتخاباتو د کمېسيون دفترونه او يو شمير دولتي ادارو دفترونه هم تړلي دي.

تر اوسه د قيصاري د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي خو د ارګ وياند هارون چخانسوري نن وويل چې جنرال دوستم به سبا د يکشنبې په ورځ کابل ته راشي او د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close