سوداګرۍ خونه: د لاريونو له کبله سوداګرو ته سلګونه زره ډالره زيان اوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۱) د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، په شمالي ولايتونو کې د جنبش ګوند پلويانو د لاريونونو له کبله سوداګرو ته سلګونه زره ډالره زيان اوښتی دی.

د الکوزي په خبره، د لاريونونو له پيله تر دې دمه افغان سوداګرو ته تر شپږ سوه زره امريکايي ډالرو زيان اوښتی زياتوي چې د يادو لاريونونو په ترڅ کې حکومت ته هم ډير زيان رسېدلی خو دوی يې په اړه کره معلومات نه لري.

سوداګرۍ خونه وايي، د قيصاري پلويانو له لوري د درېيو سوداګريزو بندرونو “اقينې بندر، حيرتان بندر، شېرخان بندر” تړل کېدو په هېواد کې د توکو نرخونه لوړ کړي او د توکو بندېدو له کبله هره ورځ سوداګر له سلو تر دوه سوه زره ډالرو زيان ګالي.

نوموړی وايي، په يادو بندرونو کې له سون توکو، ګازو او تيلو بار لسګونه موټر ولاړ دي او که حکومت دغه ستونزه ژر حل نه کړي ښايي د حرارت درجې د لوړېدو له کبله په دغه موټرو کې چاودنې وشي، ستر خطرونه رامنځته شي چې له دې سره ښايي د سوداګرو زيان څو چنده زيات شي.

له تېرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د جنبش ګوند پلويانو د قيصاري د خوشې کېدو په غبرګون د يادو سوداګريزو بندرونو تړل کېدو سربيره، ځينې لويې لارې تړلي او د کابل برېښنا د پرې کولو ګواښ يې کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close