سوداگره سوله

 نعمان لطیف

د ارگ لپاره دسولې له نوم دقیمتي ډبرو کان جوړ شوی دی، دکوم چارواکي چې شخصي خزانه تشه شي او یا یې اولادونه په نشو او تماشو پیسې مصرف کړي، دسولې کان پسې کولنگ او بېلچه واخلي
سلگونه افراد یې دسولې له نوم دډالرو ترلاسه کؤلو په جهاد! لگیا دي، وهي یې او هضموي یې او دسولې په شعار یې له دې ادرس کاروبارونه برابر دی

څه موده وړاندې دننگرهار پخواني والي گلاب منگل یو چرسي پیدا کړی ؤ
دگلاب منگل بانډ یاد نفر له یوې کليوالې سیمي ولایت ته بوولی ؤ چې بیا د والي په لارښوؤنه په یؤه میاشت وېزټ تر دوبۍ بوتلل شوی ؤ

له دوبۍ چې هېواد ته را وگرځېد سوټ بوټ یې ور برابر کړ، او رسنیو ته یې وښود چې گواکې دطالبانو یو لوړ پوړی چارؤاکی ورته تسلیم شوی دی، او دنورو ملگرو دتسلیمي خبرې یې رؤانې دي

دننگرهار نوی والي ولایت ته لا نه ؤ تللی چې په ننگرهار کې دډالرو دحصول لپاره سرگرم دسولې مجاهدینو! یو څو لا وبالي، او بازاري مخلوق وروست او دطالبانو دتسلېمېدو په نوم یې ډالر ترې ووهل

حکومتي چارواکو ته دسولې نوم دقیمتي ډبرو د کان بڼه غؤره کړې ده. ان تر دې چې ځینې یې لا په دې اند دي چې له امریکایانو ډالر وهل جهاد دی.
ژورنالیسټ او مدني فعال خالد هادي د ۲۰۱۱م کال کیسه کوي چې ناټو دسولې راوستلو لپاره یو نیم میلیون ډالر بودېجه ځانگړې کړه. ولسمشر کرزي ته یې شرط کښېښود چې ډالر به هله ور سپاري چې دطالبانو ادرس معلوم کړي او دسولې خبرې ورسره پیل کړي

خالد هادي وایي: د ولسمشر ورور قیوم کرزی، برهان الدین رباني او اسدالله خالد حامد کرزي ته وویل چې یادې پیسې یې له لاسه باید نه ووځي او چې هر څنگه کېدلای شي له ناټو دغه ډالر باید ترلاسه کړو، ځکه چې له ناټو ډالر وهل هم جهاد دی جهاد

په اوس کې چې امریکایان په نظامي جگړه کې مات شوي دي، سازشونو ته یې مخه کړې ده او دسولې راوستلو لپاره یې په ډېره اندازه پیسې ځانگړې کړي دي
د امریکایانو اعظمي هڅه داده چې پر هر قیمت که وي باید پر وړاندې یې رؤان مقاومت ختم شي ترڅو په ارامه سینه خپلو موخو ته ورسېږي

باید یادؤنه وکړم چې امریکایان داسې سوله نه غواړي چې له مخې یې زموږ هېواد له ناخوالو خلاص شي بلکې غواړي طالبان تسلیم شي، په نظام ورگډ شي او افغان ولس لکه دځینو نورو ولسونو په څېر ددوی د اسارت په زولنو تړل شوی پاته شي

دسرخط ورځپاڼې د ۱۵م اپرېل په سر مقاله کې دسولې نه راتلو په اړه له یؤه راز پرده پورته کړې ؤه. سرخط لیکلي ول《په ډېرو ولايتونو کې د سولې لپاره له حکومت سره د يو ځای کېدونکيو کسانو ډلې مالومې دي، په دوه درې مياشتو کې يو وار مول وهي، زاړه او زنگو وهلي توپکان ورباندې وېشل کېږي او عکس اخيستلو ته درول کېږي》یادې ډلې هر ولایت کې تر شاه لوړپوړي چارواکې لري او ټوله لوبه یې په ففټي ففټي رؤانه کړې ده

سرخط ورځپاڼه زیاتوي چې《د سولې شورا کټ مټ لکه په افغانستان کې د ماين پاکۍ اداره.
له بېلابېلو ولايتونو په وار وار راپورونه ورکول شوي دي چې په ځينو سيمو کې د ماين پاکي اداره يا په ځمکه کې خښ کړل شوي ماينونه باسي نه، او بده لا دا چې په ځينو سيمو کې يې په لوی لاس ږدي، بيا نو کله څوک پرې ختلي وي او کله کله دوی بېرته تشکيل وکړي، لاړ شي او هماغه خپل ماين خنثا کړي.
دا ددې لپاره که ماینونه ختم شي ددوی اداره به ختمه او معاشونه به یې قطع شي》.

بدمرغي داده چې په ډیموکراتیک هېواد کې(البته ددوی ددعوې مطابق چې وایي هر څوک د اظهار نظر حق لري او کولای شي په حکومت رد وکړي او په ټولو برخو کې دکلنۍ بودېجې دمصرف کولو اسناد ترې وغواړي) داسې کوم ملتپاله اپوزیسیون نشته دی چې ارگ ته ووایي: نور نو په سوله سوداگري بنده کړئ او دسولې په نوم له ناټو، او امریکا سره پیل کړی دډالرو دحصول جهاد ودروئ او تر دې دمه د اخېستل شویو ډالرو حساب ملت ته وړاندې کړئ

دا اوس چې هره میاشت دعلماؤ غونډې جوړېږي او تر اندونېزیا او سعودي عرب درباري ملایان کښته پورته کیږي، ددې فائده څه ده؟
ددې په ځای ولې دطالبانو اصلي ادرس ته مراجعه نه کیږي، او همدغه علماء او د سولې سوداگر که رښتیا سولې ته لېوال وي ولې دطالبانو اصلي ادرس ته دورتگ یادؤنه نه کوي؟

کله یې دکویټې کوم مجهول دوکاندار د طالبانو د استازي په توگه رسنیو ته مخ ته کړی وي، کله دشاتو کاروباریان او دخپلو تجارتونو شرېکان دطالبانو د استازو په نوم لاس په لاس کړي او کله پنجابي جنرالانو سپېره مخونه له خپلې خاورې راشړلې وي

دوی که دسولې اصلي درس ته مخه کړي کاروبار یې درېږي، دگټې چانس له لاسه ورکوي او له غربیانو سره پیل کړی ډالري جهاد! یې خرابېږي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close