سوريه: د دمشق په پوځي هوايي ډګر کې درنې چاودنې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۱)

د راپورونو له مخې، د سوريې په پلازمينه د دمشق په پوځي هوايي ډګر کې تيره شپه د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ځينې سرچينې دغه چاودنې پر هوايي اډه د اسراييلو برید ګڼي خو دولتي رسنيو ويلي هوايي اډې ته نږدې په يوه غرنۍ سيمه کې په يوه وسله تون د تخنيکي ستونزو د رامنځته کېدو له امله شوي دي.

د سوريې رسمي اژانس وايي، دغه چاودنې هوايي ډګر ته نږدې په وسله تون کې د بريښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوي دي.

خو د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمان فرانس پرېس خبري اژانس ته نن یکشنبه وویل، د ماز پر هوايي اډه چې یو غرنی سلاکوټ دی، احتمالاً د اسرائیل توغندی لګېدلی دی.

ځايي اوسېدونکي او عيني شاهدان وايي، د چاودنو غږونه ډير درانه و چې تر ليرې ليرې يې ځمکه لړزولې زياتوي چې د دغه چاودنو وروسته هوايي ډګر کې اوربل شو او څو شيبې وروسته ايمبولانس موټرې سيمې ته داخلې شوې.

تر دې مخکې هم ياد هوايي ډګر باندې اسراييلي جنګي الوتکو هوايي بریدونه کړي و او دغه پوځي مرکز باندې توغوندويي بریدونه هم شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close