سوريه: د روسي او دولتي الوتکو په بريدونو کې ۳۷ ملکيان وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۷عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

سوريه کې د روسي او د سوريې د دولتي الوتکو په بريدونو کې لږ تر لږه ۳۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي.

د سيمې رسنيو ليکلي دي، چې په ټپيانو کې د ډېرو روغتيايي حالت مرګونی دی او د پېښې په وژل شويو کې به زياتوالی راشي.

د سوريې دولتي او د روسيې الوتکو د دوما، حموريه، سقبا او قنطره ښارونه او ښارګوټي په نښه کړي دي، چې د بمباريو له امله ګڼې ودانۍ ويجاړې شوي او دننه يې اورونه لګېدلي دي.

روسيې او د سوريې دولت دغه بريدونو له هغو بريدونو سره سم تر سره کړي دي، چې په تېرو لسو ورځو کې يې يوازې په دوما ښار کې له سلو ډېر ولسي وګړي ووژل.

هېره دې نه وي، چې په سوريه کې د روسيې له مداخلې وروسته هلته په هوايي بمبار کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله دوه برابره شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close