سوريه: له روسيې وروسته اسرائيلو هم خپلې بمبارۍ پيل کړې

کابل ټکی کام ۲۱عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

اسرائيلي رسنيو ليکلي دي، چې وروسته له هغه چې اسرائيلو له روسيې سره يوه مياشت مخکې د ګډو عملياتو په ترسره کولو هوکړه وکړه، تېر ماښام يې په سوريه کې بمباري کړې ده.

د اسرائيلو «ويللا» خبري اژانس ليکلي دي، چې پوځ يې د سوريې په زړه کې دمشق ته نږدې بمونه ورولي دي، چې په وينا يې حزب الله ته روانه ايرانۍ وسله يې په نښه کړې ده.

يادې وېبپاڼې د اسرائيلو د دفاع وزير موشيه يعلون له خولې ليکلي دي، چې په سوريه کې په روانه جګړه کې به له سرو خطونو وانه وړي.

خو د اسرائيلي پوځ دوه نورو چارواکو بيا ويلي دي، چې پلان له روسيې سره په ګډه د سوريې دننه عمليات ترسره کول دي، دوی دعوه کوي، چې دغه عمليات يې قانوني دي.

د اسرائيلو پوځ په داسې حال کې له روسي ځواکونو سره د همغږۍ دعوه کوي، چې روسيه په سوريه کې د ايران او بشار الأسد ملاتړ کوي، خو اسرائيل بيا د ايران پر وسله د بمبارۍ خبره کوي.

روسيې مياشت وړاندې ټينګار کړی وو، چې په سوريه کې له اسرائيلو سره د ګډ پوځي کار تابيا لري او په دې اړه همدا اوس هم د مالوماتو پر شريکولو بوخت دي.

د روسيې دفاع وزارت زياته کړې وه، چې د دې لپاره چې د سوريې په فضا کې د دواړو ځواکونو الوتکې له ټکره بچ وي، خپلو او د اسرائيلو ځواکونو ته يې روزنه پيل کړې ده، شنونکي دې ته په کتو وايي، چې اسرائيل به د سوريې هوا ته داخل شي.

ياده دې وي، چې د سوريې په روانه جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني د سوريې عام وګړي ورکوي، چې نږدې هره ورځ له سلو ډېر مري او ډېره مرګ ژوبله يې د راپورونو پر اساس د سوريې د دولتي او روسي ځواکونو د بمباريو له امله پېښېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close