سوريه: په اعزاز ښار کې چاودنې ۶۳ تنه وژلي تر سلو زيات ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۹) الماس خدرخیل

د سوريې حلب ښار په شمال کې د ترکیې پولې ته نږدې د سوریې په سرحدي “اعزاز” ښار کې د يوې چاودنې له امله ۶۳ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

د ورکړل شويو راپورونو له مخې،چاودنه د شنبې په ورځ ماښام مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د يو لوی موټر په توسط رامنځته شوې ده.

ځينې راپورونه وايي، چې ياده چاودنه د تېلو د يو ټانکر د چاودېدو له امله رامنځته شوې ده.

چاودنه چې د هلال احمر مرکز ته څېرمه رامنځته شوې نو له امله يې د دې ودانۍ په شمول، د مرکزي محکمې ودانۍ، د ښاروالۍ دفتر او يو شمير نورې ودانۍ هم زيانمنې شوي دي.

د الجزیرې تلويزيون خبر وکړی، چې یوه سرتیري برېدګر لوی موټر په چاودېدونکو بار کړی د ښار په منځ کې روان کړی وو او د زیاتو تلفاتو را منځته کولو په خاطر یې د ګڼي ګوڼي په ځای کې چاودنه ورکړه.

دا چې نوموړی ښارګوټی د ترکيې سره نږدې پوله لري، نود پېښې زياتره ټپيان هم د تداوۍ په موخه ترکیې ته وړل شوي دي.

اکثره وژل شوي کسان ملکیان دي خو ویل کېږي چې د هغو په منځ کې د سوریې د دولت ۱۴ وسله وال مخالفین هم شامل دي.

تراوسه کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت منلی نه دی.

د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو داعش یا اسلامي دولت ډله په په موټر بمي حمله کې په لاس لرلو تورنه کړه.

د سوریې ازاد پوځ (د بشار الاسد وسلوال مخالفین) پر دغه ښارګوټي د کال ۲۰۱۲ څخه واکمن دي، د نوموړي ښارګوټي د نيولو لپاره، د سوريې ازاد پوځ، داعش او يو شمير نورې ډلې هڅه کوي، خو په ښار کې ميشته ډله د بشار اسد د حکومت د وسله والو مخالفینو ايتلاف دی چې د ترکیې له لوري یې ملاتړ کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close