سوريه: کردي ځواکونو په رقه ښار کې له داعش ډلې نولس کلي نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۲) الماس خدرخېل
راپورونه وايي کردي ځواکونو، چې د امريکا د پوځ ملاتړ ورسره دی د سوريې په رقه ښار کې نوي پرمختګونه کړي دي.
په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي، چې د YPG په نوم د کرد وسلوالو له داعش ډلې څخه د رقې ښار نولس کلي د سختو جګړو په ترڅ کې نيولي دي.
دغې ټولنې ويلي، چې د سوريې ډيموکراټیک ځواکونه هڅه کوي چې په ياده سيمه کې نور پرمختګ هم وکړي او له داعش وسلوالو دغه ښار پاک کړي.
بايد وويل شي، چې د سوريې رقه ښار کې داعش ډله ډېر نفوس لري او د دوی د پلازمېنې په نوم ګڼل کېږي.
په دغه سيمه کې د کرد وسلوالو په مشرۍ سوري ځواکونه، چې د امريکا هوايي او ځمکنی پوځ يې ملاتړ کوي له څه مودې راهيسې د داعش ډلې له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close