سوريه کې د ابوبکر البغدادي زوی وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۳) د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، د سوريې په حمص ولايت کې د داعش ډلې د مشر زوی “حذیفه البدري” وژل شوی دی.

داعش ډلې ته منسوب د اعماق په نوم يوې ويپاڼې د هغه د وژل کېدو خبر تاييد کړي او په يوه اعلاميه کې يې ويلي چې نوموړی د حمص ښار الحرارية “النصيرية” سيمه کې له نښتې وروسته ځانته چاودنه ورکړې ده.

اعلاميه کې راغلي، چې حذیفه البدري د بشارالاسد او روسي ځواکونو سره لومړۍ جګړه کړې او وروسته يې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

داعش ډله النصيري هغه جنګياليو ته وايي، چې د سوريې د ولسمشر په پلوۍ جګړه کوي او شیعه مذهبه وګړي دي.

د ۲۰۱۴م کال په دسمبر مياشت کې لبناني امنيتي چارواکو خبر ورکړ چې د دغه ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي يوه مېرمن او يو زوی يې له سوريې سره پر پوله نيولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close