سوريه کې د دولت لسګونه عسکر وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۰۹/ زمري

راپور قدرت الله حسین

دسوريې د دولت مخالفو وسله والو نن سهار د دې هېواد شمال لور ته په سليمان الحلبي کلي کې هغه ودانۍ الوزولې ده، چې دولتي عسکر په کې دېره وو، په ياده سيمه کې په تېرو څو وروځو کې د دواړو لوريو تر منځ خونړۍ نښتې شوې دي.

ځايي رسنيو ويلي دي، چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ عسکر وژل شوي دي، چې يو يې پوځي افسر دی.

چاودنه ودانۍ ته د کنل شوي تونل پر مټ ترسره شوې ده.

عربي رسنۍ ليکي، چې له چاودنې سمدستي وروسته د دواړو لوريو تر منځ يو وار بيا نښتې شوې دي، چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د سوريې په حلب کې هم وسله والو تېره اونۍ د يوه کنل شوي سورنګ پر مټ د عسکرو د هستوګنې يوه ودانۍ والوزوله، چې له امله يې ۱۴ دولتي عسکر ووژل شول.

د سوريې دولت لا په رسمي توګه د وروستۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close