سوريه کې د روسيې لومړي ۱۰ پوځيان وژل شوي دي

روسۍ خبري وېبپاڼې «ګورډن» په يوه راپور کې ويلي دي، چې په سوريه کې لومړي ۱۰ تنه روسي وژل شوي پوځيان تېره ورځ د قرم نيمه وچې ته لېږدول شوي دي.

د يوکراين د ولسمشر مرستيال مصطفی دحملوف له يوکرايني ۱۱۲ چېنل سره په خبرو کې منلې ده، چې د دغو پوځيانو جسدونه سيفاستوپول ښار ته رسېدلي دي.

مصطفی زياته کړې ده، چې په خپله روسيې د وژل شويو عسکرو د راوړلو لپاره هلته نور ځواکونه استولي وو.

روسيې له څه مودې راهيسې په سوريه کې د بشار الاسد د دولت په ملاتړ هلته خپل پوځيان ځای پر ځای کړل او پوځي اډې يې رامنځته کړې.

د روسيې ګازيټا ورځپاڼې له ګڼو دغو پوځيانو سره مرکې کړې دي، چې ډېری پوځیانو له سوريې لرې پاتې کېدلی غوره بللي دي، يوه پوځي په دې اړه ويلي دي: «سوريې ته تګ نه غواړو، نه غواړو هلته ووژل شو».

يادو پوځيانو ويلي دي، چې په ټګۍ سره سوريې ته استول شوي دي او داسې ورته ويل شوي و، چې دوی د يوکراين ختيځ لور ته استول کېږي.

د روسي ورځپاڼو له مخې اوسمهال نږدې ۱۷۰۰ روسي پوځيان د سوريې طرطوس ښار ته رسېدلي دي او د دولت په ننګه په جګړه بوخت دي.

ياده دې وي چې د سوريې د دولت خلاف جنګېدونکو جهادي ډلو د روسيې د دغه کار په غبرګون کې ويلي وو، چې له روسانو سره به داسې چلند وکړي، لکه افغانانو چې په افغانستان کې ورسره کړی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close