سوريه کې په يوه مياشت کې ۱۶۰۰ بېلري بمونه وورول شوي دي

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

په سوريه کې د بشر حقوقو د څار اداره وايي، دولتي ځواکونو يوازې د تېرې اګست مياشتې په اوږدو کې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۶۰۰ بېلري بمونه وورولي دي، چې درانده مالي او ځاني تلفات يې اړولي دي.
يادې ادارې په خپل نني راپور کې څرګنده کړې ده، چې دغو بېلري بمونو ۱۱۵ تنه وژلي، چې ۳۷ کوچنیان او ۳۱ مېرمنې هم په کې دي.
د راپور پر اساس ډېر ورانی د دمشق په شاوخوا سيمو کې رامنځته شوی دی، چې يوازې په همدې سيمو ۸۹۴ بېلري بمونه غورځول شوي، په دويم نمبر کې په درعا ډېر بمونه وورول شوي، چې له ۳۰۰ ډېر دي.
راپور زياتوي، چې د تېرې مياشتې په دې بې درېغه بمبارۍ کې ګڼ شمېر مدرسې، جوماتونه، روغتونونه، بازارونه او… وران شوي دي.
راپور پر سوريايي دولت نيوکه کړې، چې غيرقانوني وسله کاروي او بشر حقوق يې په پراخ ډول تر پښو لاندې کړي دي.
ياده دې وي، چې په سوريه کې د دغو بمباريو پر مهال په سلګونه وار داسې پېښې رامنځته شوې، چې د دولتي الوتکو په وورول شويو بېلري بمونو کې په يو وار سلګونه بې ګناه ولسي وګړي ووژل شي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close