سوريې ته د روسيې د اس ۳۰۰ توغنديو د ورکړې پريکړه او د اسراييلو خبرداری

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳)

روسيې پريکړه کړې چې سوريې ته د اس ۳۰۰ الوتکو ضد توغندي ورکړي چې په اړه اسراييلو غبرګون ښودلی وايي په دې کار سره به سيمه نوره هم نا امنه شي.

د روسيې د دفاع وزير سیرګي شويګو ويلي، اس ۳۰۰ توغندي به د سوريې دفاعي ځواک لا پياوړی او د اسراييلو د هر ډول هوايي بريد مخه نيولی شي.

شويګو ويلي، دغه توغندي (دوه سوه پنځوس) کليو مترو په واټن هوا کې الوتکې او توغندي ويشتلی او له منځه وړلی شي زياتوي سوريې ته د يادو توغنديو ورکړه په ۲۰۱۳م کال کې د اسراييلو په غوښتنه ځنډول شوې وه خو اوس وخت بدل شوی، چې ملامتي يې هم زمونږ نه ده”.

روسيې وروسته له هغې دا پريکړه کړې چې تیره اوونۍ سوري ځواکونو د اسرايیلو د هوايي بريدونو پر مهال يوه روسۍ کشفي الوتکه نسکوره کړه چې روسيې ادعا وکړه ياده الوتکه اسراييلي جنګي الوتکو د سپر په توګه کارولې او د نسکورېدو پړه يې پر اسراييلو اچوي.

په ورته وخت کې د اسراییلو لومړي وزير بنيامين نتانیاهو خبرداری ورکړی چې سوريې ته د يادو توغنديو په ورکړې سره به سيمه نوره هم نا امنيه او غیر مسووله کسانو لاس ته غورځېدل به خطرات لا زيات کړي.

نوموړي ويلي، اسراييل به د خپلې دفاع په خاطر په سوريه کې ايراني پوځي هدفونه په نښه کړي.

له بله پلوه د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن ويلي، د روسيې دغه پريکړه به د سوريې جګړه لا تونده کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close