سوري ځواکونه د روسیې په هوايي ملاتړ لرغوني تدمر ښار ته ننوتلي

کابل ټکی کام ۰۸حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سوریې دولتي رسنیو ویلي دي، چې لرغوني تدمر ښار ته سوري ځواکونه د روسیې په هوايي ملاتړ ننوتلي دي.
د سوریې دولتي رسنیو د یوه پوځي قومندان له خولې لیکلي دي، چې داعش په ډار کې دی، او تېښتې ته اړ شوی دی، او دوی د تدمر ښار دننه ډېرې حوزې نیولي دي.
د سوریې د رسنیو له قوله، چې د تدمر ښار ته دولت خپل پرانګان نومي ځواکونه لېږدولي دي، چې پر ځمکه ورسره نورې ملېشې او د لبنان حزب الله، او له هوا څخه یې د روسیې هوايی ځواکونه ملاتړ کوي.
د روسیې دفاع وزارت هم ویلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې جنګي الوتکو د تدمر ښار پر سر ۴۰ هوايي ماموریتونه ترسره کړي دي.
د یادولو ده، تدمر ښار چې یو تاریخي او لرغونی ښار دی، یوازې د سوریې دولت ته مهم نه، بلکې ټولې نړۍ ته یو مهم ښار بلل کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close