سوریه: د امریکایي ایتلاف په برید تر ۴۰ ډیر ولسي کسان ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۷)

راپورونه وایي چې د سوریې په دیر الزور ولایت کې د امریکایي ایتلاف الوتکو پر ولسي میشت ځایونو بریدونه کړي او لسګونه کسان یې وژلي دي.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا د خبر له مخې؛ برید د “بقعان“ په نامه پر یوه کلي شوی او ګڼ کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

سوري فعالان وایي، په برید کې ۴۳ تنه چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
فعالانو دغه راز ویلي چې د سوریې رژیم پوځیانو هم له اوربند څخه سرغړونه کړې او په ادلب او حماۀ ولایتونو کې یې پر مخالفینو د درنو وسلو برید کړی دی.
دغه راز امریکایي ایتلاف د دغه هیواد پر شفعه ښارګوټي هم برید کړی او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سوریې فعالانو ویلي، د اوربند پر سیمه چې د لویو هیوادونو په منځګړتوب ترې درنې وسلې ایستل شوې؛ د بشارالاسد پوځیان بریدونه کوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close