سوریه: د روسيې نظامي الوتکه له څوارلس کسه سپرلۍ سره لادرکه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۷)

د روسيې د دفاع وزارت نن د سې شنبې په ورځ وویل چې یوه نظامي الوتکه يې د څوارلس کسه سوارليو سره د سوريې په سواحلو کې لادرکه شوې ده.

ويل کېږي، دغه الوتکه هغه مهال ورکه شوې چې د اسرائيلو جنګي الوتکو د سوريې په لاذقيه ولايت هوايي بریدونه کول.

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ورکه شوې il-20 ډوله الوتکه وه چې څوارلس کسان پکې سپاره و.

سي ان ان تلويزيون ته امریکايي چارواکو ويلي، ښايي ياده الوتکه د سوريې د دولتي ځواکونو له لوري په خطايۍ کې په نښه شوې وي.

د روسيې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاده الوتکه هغه مهال رادار څخه ورکه شوه کله چې اسرايلي جنګي الوتکو په لاذقيه ولايت کې بمبارۍ کولې.

تر اوسه معلومه نه ده چې الوتکې ته څه ستونزه پېښه شوې خو په سوريه کې د روسيې پوځ ويلي چې د ورکې شوې الوتکې د لټون عمليات او د هغې په اړه څېړنې روانې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close