سوریه: د روسۍ ترانسپورتي الوتکې د سقوط په پیښه کې لسګونه تنه ووژل شول

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یوې روسۍ ترانسپورتي الوتکې دسقوط په پیښه کې ۳۲ کسان وژل شوې.
دا الوتکه د آنتونوف-26 په نامه وه چې نن په سوریه کې د روسیې د پوځي اډې «الحمیمیم» تر څنګ یې سقوط وکړ.

د اناتولیا خبري اژانس د خبر تر مخه؛ په دې الوتکه کې ۲۶ سپرلۍ او ۶ د الوتکې عمله وه چې ټول وژل شوي دي.
د دې هیواد د دفاع وزارت ویلي چې د الوتکې د سقوط لامل ښایي تخنیکي ستونزې وي.

روسیې همداراز ویلي؛ چې ابتدایي څیړنې ښیي چې پر یاده الوتکه برید نه دی شوی او نورې څیړنې هم روانې دي ترڅو معلومه کړي چې الوتکه ولې او څنګه لویدلې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close