سوریه د ژوندیو انسانانو هدیره

ابو یاسر افغان

د سوریي غمیزه او په سوریه کې د سلګونه زره مسلمانانو عام وژنه نن سبا د رسنیو په منځ کې یوه عامه موضوع ده، کفار خو هسې هم کفار دي، نو اسلامي امت او بیا په اسلامي امت کې د زور او زر خاوندان هم داسې ګونګه خوله دي، لکه هیڅ چې هم نه وي شوي، عجیب حالت سره مخ یو، که په امریکا، اروپا یا اسرائیلو کې دوه یا درې تنه کفار هم ووژل شي، نو تر ټولو وړاندې پرې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د غمرازۍ اعلامیې مخ ته راځي، مګر د اسلامي امت په حال بیا د دوی فکر هم نه وي خراب!!
د فتنو او فسادونو، د ظلم او وحشت په دې حاضر دور کې د نړۍ کفار او د هغوی تش په نوم مسلمان، متحدین په یو ځای د اسلامي امت عام وژنه کوي، خو ای کاش چې په اسلامي امت کې یو ځل بیا د غیرت او شجاعت فکر پیدا شي، ای کاش چې د اسلامي ډلو ټپلو ترمنځ د اخوت او یو والي فکر پیدا شي او ټول په یو ځای د خپل شریک او خطرناک دښمن پر وړاندې ودریږي، تر څو چې اسلامي امت د نفاق په بلا اخته وي، نو د سوریي غمیزه به نه دا چې ختمه نه شي، بلکې د دې غمیزي لمن به نورو اسلامي هېوادونو ته هم وغځیږي.
د سوریي پر حلب، ادلب او اوس دادې پر الغوطه نومي سیمه د نړۍ د کفارو متحدو قواو سم قیامت جوړ کړی، زرګونه مسلمانان یې ووژل، میلیونونه یې کډوال کړل او بیا یې د اسلامي امت پر دغو مظلومو پرګنو د خپل ظلم په دوام یو بل عجیب او دردوونکي کار هم وکړ، هغه دا چې د خیریه مؤسسو په نوم یې هلته تبشیري او تنصیري ډلې فعاله کړې تر څو د مسلمانانو په منځ کې د مرستې په بدل کې د کفر دعوت خپور کړي، معصوم یتمیان او یسیران په انساني قاچاقبرو وپلوري او مظلومي پیغلې اروپایي هېوادونو ته د خپلو مقاصدو او شیطاني موخو د تر سره کولو لپاره ورسوي!!

آآه! اسلامي امته! دا پر تا څه و شول؟؟ په یو نیم میلیارد مسلمانانو کې اوس یو محمد ابن قاسم هم نه پیدا کیږي؟!!
د یو نیم میلیارد مسلمانانو دا حال دی چې د جهاد او اتحاد د بري لاره یې پرېښوده او د ځانځانۍ په مرض اخته شول؛ اوس ځانته ځانته ناست، د غم اوښکي تویوي او په تشو دعاګانو د ظلم څخه خلاصون غواړي؟؟
راځئ! چې سره یو شو، که نور نه وي د کفارو د اتحاد او د خپل دغه موجوده دردوونکي حالت څخه، عبرت واخلو او نور نو د اسلامي امت د دښمنانو پر وړاندې یو غږ او یو قوت شو، پرېږدئ دا د بې غیرتۍ، سستۍ او ناهیلۍ خبرې، ترک کړئ دا د ځانپالنې او ګوند پالنې خیرن فکرونه او راځئ چې خپل ځانونه د واعتصمو بحبل الله… مصداق وګرځوو، زموږ د بریا راز زموږ په یو والي کې نغښتې دی، که نن موږ متحد نه شولو، سبا به د سوریي حالت پر موږ هم راشي، دا اوس وګورئ سوریه د ژوندیو انسانانو هدیره ګرځېدلې او تر څنګ یې د لبنان حالت ترینګلی دی، ښکاري چې دا ځل صلیبي، یهودي او شیعه لیوان د لبنان په لوري هجوم ور وړي، خو موږ به فقط د امام مهدي اخرزمان په تمه ناست یو!! ای وروره! ته پوهیږې؟ د امام مهدي راتګ ته انتظار مه کوه، د امام مهدي د ملګرتیا صفتونه په ځان کې پیدا کړه، د هغه سره به سست، تمبل او راحت طلبه خلک نه بلکې، مجاهدین، غازیان او د قربانۍ والا خلک ملګري وي، که په تا کې دا صفتونه نه وي، نو ته د امام مهدي ملګری هم نه یې، هسې ځان مه تېر باسه او په خپل ایمان وډار شه، الله جل جلاله غیرتي ذات دی او غیرتي خلک یې خوښیږي، نن له تا څخه د ایمان او اسلامي غیرت تقاضا داده چې په هر ډول دې وس کېږي، د اسلامي امت د ډوبیدونکي طوفاني بیړۍ د ژغورلو لپاره لاس په کار شه، یوازې دعا کار نه کوي، عمل هم ورسره وکړه.

د نړیوال کفر د بشپړ زوال په هیله

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close