سوریه: روسیې او د بشارالاسد رژیم پر“ادلب“ ښار پراخې بمبارۍ پیل کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۸)

د سوریې له ادلب ښار څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د روسیې جنګي الوتکو د بشارالاسد درژیم په غوښتنه د ادلب پر ښار پراخ هوایي بریدونه پیل کړي چې په کې تر اوسه لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

روسیه او دبشارالاسد رژیم وایي، په ادلب ښار کې شاوخوا ۵۰ زره مخالفین اوسیږي او باید په زور ترې یاد ښار ونیول شي.
تازه خبرونه وایي چې د بشارالاسد رژیم په روغتونونو او د عامه خلکو پر کورونو لسګونه بیلري بمونه اورولي.
د راپورونو له مخې، تیرماښام په هوایي بریدونو کې۴ ولسي خلک ووژل شول چې په تیرو ۸ ورځو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۸ تنو ته ورسید او لسګونه نور ټپیان دي.
نن سهار د ادلب په جنوب کې پر خان شیخون، سکیک، تل عاس، کفرعین او داسې نورو سیمو ۸۱ هوايي بریدونه شوي چې ۵۴ یې یواځې بیلري بمونه اورولي ، چې په نتیجه کې یې د یوه روغتون د ویجاړیدو سربیره پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close