سوریه: موټر بم چاودنې په لسګونه تنه وژلي

کابل ټکی کام (سه شنبه ۰۶ سلواغه ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
راپورونه وايي چې د سوریې په شمالي برخه کې یوې موټر بم چاودنې په لسګونه تنه وژلي او ټپيان کړي دي.
خبر زیاتوي چې د سوريې په شمالي ښار حلب کې د السکري سیمې سره نږدې د احرارالشام اسلامي ډلې مرکز مخې ته یو موټر بم چاودنه شوې ده چې لږترلږه ۲۶ کسه یې وژلي او په لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
ویل کيږي د برید هدف د احرارالشام جنګیالي وو خو په برید کې زیاتره ماشومان او زنانه وژل شوي دي.
په سوریه کې د اسلامي جهادي ډلو لکه احرارالشام او جبهة النصر جنګیالیو خلاف چې د القاعده نړیوال تنظيم پورې تړلې ډلې دي، او په سوریه کې د یو اسلامي نظام د قایمېدو لپاره جګړه کوي، په خلاف شیعه ګان، امریکایان، روسان او داعشیان جګړه کوي.
د برید پړه تراوسه چا په غاړه نده اخیستې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close