سوله؛ که د حکومت لنگه غوا؟ هېواد ریان

افغان حکومت د راتلونکو ټاکنو د نږدې کېدو سره سم د سولې ډنډورې ته بیا غبرگ لرگي نیولي دي. کله ـ کله سوله تر ارگ راورسوي، کله سوله وشي، کله یې طرحه رسنیزه شي، کله د سولې زارۍ پیل کړي او کله ـ کله خو د جگړې د گرمولو اخطارونه هم ورکوي.

دوی فکر کوي چې دا اوولس کاله امریکا، ناټو او افغان دولت پر طالبانو د گلونو بارانونه کول، په غاړو کې یې گلان وراچول، له زندانونو یې راخوشې کول او ټول یې مصؤن ځایونو ته وړي وو. نه بمبار و، نه چاپې وې، نه جگړه وه او باالاخره خیر خیرت وو.

ارگ یو څه ووايي، اجراییه ریاست یې رد کړي، د کورنیو چارو وزارت یو څه ووايي، د دفاع وزارت بیا بل څه. حنیف اتمر یې ځانته ډنگوي، د سولې عالي شورا یې ځانته او په دغه سوله کې د هر چا نظر او موقف سره جلا دی. د چا چې څنگه خوښه شي د سولې باره کې هماغسې نظر ورکوي او خپله خبره ورته د کاڼي کرښه ښکاري.

نه حکومت پر یوه خوله شو، نه سوله وشوه، نه طالبان کم شول، نه ترې نیول شوې سیمې بېرته ونیول شوې، نه د امریکا بمبارۍ کې کموالی راغلی او باالاخره جگړه ورځ تر بلې خونړۍ کېږي او طالبان خپلو سیمو ته پراختیا ورکوي. ولسوالۍ، پوستې، قرارگاوې او نور دولتي ځایونه نیسي او خپلو سیمو ته لا پراختیا ورکوي.

طالبان لا هم په خپل دریځ کلک ولاړ دي، چې له افغان حکومت سره د سولې یوه خبره هم نه کوي. د دوی جگړه له امریکا سره ده او امریکا باید د دوی شرایط ومني. یا په بشپړ ډول ووځي، یا د وتلو نېټه اعلان کړي او یا هم نړیوال تظمین ورکړي، چې په دغه نېټه به خپل عسکر تر دې نېټې اوباسي. بس خبره خلاصه او موږ هم ډز بندیز اعلانوو.

له افغان حکومت سره هوکړې ته رسېږو. زموږ مخکېني شرایط به ومني، په افغانستان کې به اسلامي نظام قایم شي، سوله به راشي، خلکو ته کار پیدا شي، په نهاره به کېنوو، خو د وژلو او یا ترور کولو وېره به نه وي.

د طالبانو دریځ پر خپل ځای سم دی. دلته ټوله لانجه امریکا جوړه کړې. دا اوس افغان امنیتي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې شل پټې ډلې فعاله دي. په افغانستان کې د ځینو کوچنیو هېوادونو استخبارات کار کوي، امریکایي ځواکونه د افغانستان کانونه لوټي، د جگړې بیه له کانونو پوره کوي، خلک شهیدانوي، بندیان کوي یې او امریکا په زور راغلې او بېرته باید په زور ووځي.

خو افغان حکومت وايي، که امریکایان ووځي؛ نو د عسکرو معاشات به کومه کړي؟ ټول پوځ یې دوه ورځې د طالبانو د ټینگې نه دی او په درېیمه ورځ به کابل د طالبانو سره وي. طالبان هم باید د حزب اسلامي غوندې تسلیم شي، کابل کې یو ځای ورکړل شي او حکومت دې خپلې مزې او چړچې کوي.

والیان دې د والیانو په خوښه بدلېږي رابدلېږي، والیان دې بغاوت کوي، ولسي جرگه دې درې کاله نوره هم قراردادي شي، د امریکا په خوښه دې نظام چلېږي؛ که نور هر څه کېږي؛ خو چې د دوی واک او قدرت ته صدمه ونه رسېږي.

امریکایان دې هم خپل کار کوي. که یې څوک بندیانول، که یې څوک شهیدانول، که یې پټ زندانونه جوړول، که د افغانستان گاونډیو هېوادونو ته یې لاس ور اوږده و او که هر څه یې کول د حکومت ورسره کار نه شته.
په داسې شرایطو کې نه سوله راځي، نه امریکایان وځي، نه د طالبانو شرطونه منل کېږي او نه روانه جگړه کې یوه ذره کموالی راځي. حکومت دې له سولې لنگه غوا نه جوړوي، چې نه شېدې کوي او نه یې حاصل د خوراک وي. سوله قوي اراده، قوي عزم او د امریکایانو په وتلو راځي، نه د امریکایانو په شتون کې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close