سوله او امریکا

لیکنه حافظ کاکړ

هر کله چې د سولې خبرو ته امیدونه زیات شې امریکایان په یو داسې جنایت لاس پورې کړې تر څو په ولس کې د انتقام جذبه را وپاروې او جګړه ګرمه و ساتي،د شپاړلسو کالو را په دیخوا امریکا همدغه غرور تر زوال تر کندې راورسوله، دا حقیقت هم باید و منو چې بې درېغه بمبارونه د ملکیانو وژل په جګړه کې د مایوسۍ وروستۍ حد دی،هر څوک چې پر سیاسي راتلونکي باور ولرې او د کامیابي د لمر څرک وویني هغه ملکیان نه وژني،امریکایان چې په وروستیو څو اوونیو کې بې شمېره هیوادوال شهیدان کړل د یو منظم پلان له مخي دا کار تر سره کوې ترڅو د جګړې له میدانه پښې سپکي کړې او په لوی لاس د ولس احساسات را وپاروې او دوی چې د اوولس کلنې جګړې څخه ستړې سوې ځان ته د وتلو بهانه ولټوي، اوس نو!په دغه وژنه کې یوازې بهرنیان ګرم نه دي بلکې د پارلمان وکیلان هم شرېک دي چې پر روانو ړندو بمباریو یې خاموشی ته ترجیح ور کړې، هیڅکله یې هم نه د امریکا سره د امنیتي تړون او د افغانانو پر وژنه یې جدي بحث نه دی کړۍ بلکې دا مهمه حیاتي موضوع یې له پامه غورځولې، او یوازي په میز ډبولو اکتفاء کړې، د شرم ځای خو! دا دی چې روانو ټاکنو ته پخوانیو تقریبا ټولو وکیلانو یو ځل بیا ځانونه نوماند کړې او غواړې ولس یو ځل بیا په تشو وعدو وغولوې،اوسنې حکومت چې د واک دویمه ورځ یې وه په عاجولانه توګه یې امنبتي تړون له امریکا سره امضا کړ او اوسنې پارلمان هم په بېړه ور سره تایید کړ اما د هغې ورځې وروسته افغانانو سمه ورځ نه ده لېدلې امنیت نه یوازې دا چې سم نه سو بلکې تر پخوا لا پسې خراب سو،
وکیل صاحبانو! زما مخاطبین تاسې یاست چې ځانونه د ولس استازې معرفي کوۍ،که تاسې په دې کمه موده کې د ولسي وګړو د ژوند ژغورلو په موخه د امریکایانو د حضور مصؤنیت ،امنیتی تړون بمباریو موضوع حل نکړۍ نو!په دې و پوهیږئ چې تیر اووه کاله مو ولس غولولۍ پر وعدو مو وفا نه ده کړې د ولس د ژوند حیاتي موضوع مو له پامه غورځولې ،څومره چې امریکایان مسؤل دي تاسو هم په روان جرم کې ور سره شریک یاست ،چې و مو نشوای کړاۍ د ولس استازېتوب په سمه وکړۍ،لږ تر لږه خو به مو د عراق له پارلمانه زده کړه کړې وای چې د امرېکایانو ته یې د مصؤنیت نه ورکولو پر موضوع یې د رایو په اکثریت سره د هیواده د شړلو پرېکړه وکړه،
تاسو ته هم د عراقیانو په شان د وجدان او ضمیر درلودلو ارزو لرم، ټولو ویل چې له عراقه امریکان ووځې تجزیه به سې داعش به وې کورنۍ جګړې به وې مګر دا هر څه د امریکایانو په موجودیت کې ممکن وه نن عراقیان ازاد خپلواک حکومت لرې او خپل تصمیم په خپله نیسي،آرامي او سوکالي یې تر افغانستان څو برابره سمه ده!
وکیل صاحبانو! د ملت استازو! د شخصي ګټو پر ځای د ولس پر ژوند ژغورلو فکر وکړۍ اوس چې بیا ټاکني رارواني په کوم مخ؟ په کوم جرأت له ملته د رایو غوښتني ارزو لرۍ؟! دا هم یاد وساتۍ چې یوه ورځ به حتما یرغلګر وځي خو! تاسې او ټوپکسالاران د ملت له محاسبې مه بې غمه کیږۍ!
فانتظروا ءنا منتظرون
له ملګرو سره یې شرېک کړۍ!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close