سوله دګاونډيانو په ژمنو او شعارونو نشي راتلای

«سرليکنه»

ولسمشر اشرف غني بيا پاکستان ته داسيا زړه په نامه کنفرانس ته لاړ. هرځل چې له افغانستانه کوم مشر،وزیر،ولسمشر او يا اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله کوم بل هېواد ته دسولې او يا بل کوم اقتصادي کنفرانس ته لاړ شي ، افغان مظلوم ولس ډېره تمه لري او يوازې په هېواد کې دايمي سولې غږ اوريدوته غوږ غوږ وي.خو خپل هېواد ته په راستنيدا کې په سفر تللي مشران او پلاوي په مطبوعاتي کنفراسونو کې دنورو هېوادونو د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو ژمنې او د پخوا په څېر په افغانستان کې دسولې دقايميدو زاړه شعارو نه تکرار کړي ، چې دولس ټولې هيلي ناهيلې شي.

دا ژمنې او شعارونه نور زاړه شول خو زموږ ولس مشر اشرف غني او دکابينې وزيران او نور چارواکې چې نورو هېوادونوته له سفره راستنېږي ، چې له ژمنو او شعارونو کومه داسې نوې خبره او طرحه ورسره نه وي، چې په افغانستان کې د جګړې اور پرې مړ کړل شي.

ولسمشر اشرف غني چې اسلام ابادته داسيا زړه کنفرانس ته تللی دی، بيا هم هغه ژمنې به له ځانه سره راوړي ، فکر نه کوم چې کومه نوې طرحه ولري ؛ ځکه اشرف غني چې اسلام اباد ته روانيده بايد له ځانه سره يې دافغان دمسئلې دحل په اړه کومه نوې طرحه دخپلې کابينې او له درځنه زيات مشاورينو سره جوړه کړې وای .دا جوړه طرحه يې دهېواد دسياسي کارپوهانو سره شريکه کړې وای ،

بيا بايد داسلام اباد په لورې يې ګام اخيستی وای، چې متأسفانه تش ذهن لاړ او تش موټی به راستون شي.  ځکه په اسلام اباد کې اسيازړه په کنفرانس کې دافغانستان دمسئلې د حل له پاره کومه طرحه په اجنډا کې نده نيول شوې. دتېر په څېر همدا وينا چې پرامنه افغانستان دپاکستان او سېمې په ګټه دی. ددې شعار او دافغان چارواکو او د سياست نه ناخبره دپلاوو مشرانو سره تل ګاونډيانو او سېمې هېوادونو ژمنې کړي ؛ خو دعمل څرک تراوسه پورې په دې ۱۴ـ۱۵ کلونو کې ونه ليدل شو. له دې نه داڅرګنده شوه چې نه دولت او نه طالبان سولې ته مخلص دي. که مونږ ځانته کومه ځانګړې طرحه نه لرو بايد له نورو يې عبرت کړو . په يمن کې ددولت او مقابل خوثي ياغيانو ۹مياشتې وشوې چې جګړې يې ترمنځ پېل شوي ، ددواړو ترمنځ دروغې جوړې اوسولې هڅې پېل شوي. ديمن ولسمشر منصور هادي پرون مطبوعاتو ته وويل ، چې راتلونکې اونۍ کې به په سويس کې ددولت او حوثي ياغيانو ترمنځ خبرې پېل شي، چې دمذاکراتو دپېل سره به اوربند هم وشي. ديمن په اړه رسنيو ليکلي چې ددسمبر په ۱۵ به په سويس کې ديمن ددولت او حوثي ياغيانو ترمنځ مذاکرات پېلېږي او د دې مذاکراتو دپېل سره به دواړه خواوې اوربند مراعت کوي ، چې اوربند دمذاکراتو دپېل لومړی شرط دی .

ديمني او حوثي ياغيانو چې ايران يې ملاتړ کوي او ديمن ددولتي ځوکونو په مقابل کې حوثي ياغيان وسلوال دا ډول تورونه پرسعودي عربستان پورې کړي دي چې ايران تل رد کړي . تراوسه پورې د۹مياشتو په جګړو کې ۶۰۰۰کسان وژل شوي يمني چاوراکې وايي اوربند که ونه منل شي ، مذاکرات نه کوو؛ خو افغان چارواکې هغه دپښتومتل دی وايي : لالا تش له کورځي او تش کورته راځي ؛ دافغان ولس لپاره سوله نه راوړي. افغان ولس نور د اوربند په شرط مذاکرات او سوله غواړي نه ژمنې او شعارونه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close